نوی لیکوال
د محمد عمر ننګیار لیکنه د محمد عمر ننګیار لیکنه

 

څه موده د مخه مې عجیبه شوق په زړه کې په ټوبوشو و مې غوښټل چې لیکوال شم، شعر ،داستان او ... ولیکم کتابونه مې چاپ شي او نوم مې په نومونو کې را ووځي.هو ریښتیا  هیر مې شول چې څرنګه  مې دا شوق په سر کې پېدا شو؟خامخا به تاسې اټکل وکړۍ د ډېرې  مطالعې  او لوست څخه مې د پوهې تالی «ظرف»  ډک شوی  او ترې نور بهېږي، چې دادی اوس  سپین کاغذونه پرې رنګوم.نه دوستانو داسې نده .هغه کتابونه  مې چې د خپلو سیالانو سره د سیالۍ په خاطر  په کور کې د کتابتون په نامه را ټول کړي و او هر سیال ته به مې ځان  ددغو کتابونو دلوستلو  لیونی ښوده .باور مو وشه چې هغه ټول  کتابونه  ټول نا لوستي مېلمانه و چې هر یو هماغسې نالوستی په خپله مخه لاړ ځکه هر چا چې یووړ بیا می ورته لټه ونکړه.

پوهېږم چې بیا مې پوښتۍ چې کتاب او لوست سره پردی بیا څنګه لیکوال کېداشي؟ دوستانو د خدای داد دبنده داد ندی زه د خدای راکړي  استعداد څخه برخه من یم او دبلی خوا نه شکر دی په دی هم ډاډه یم چې اوس اوس د کره کتنې او نقد دود او دستور هېر شوی دی هېڅوک بل نه خپه کوي چې لیکنه یې نقد کړي سپکې او درندې خواوی یې په ګوته کړي هنري او ادبي کمزورتیا یې په ډاګه کړي، که دا کار وشي پوهېږي؟ خبره توري او ټوپک ته وځي. نو ځکه خو دلیکوالو شمیره مخ په ډېرېدو ده.

هغه ورځ په یوې غونډې کې یوه لیکوال ته بلنه ورکړه شوه چې خپل لیکلی شعر ولولي کله چې حضاروته مخامخ ودرید د حاضرینو د چکچکو په وقفه کې یې جب ته لاس ننه ایست او یوه پاڼه کاغذ یې را وایست او په لوستو یې پېل وکړ: دکوژدې د شپې له پاره ....چکچکې شوې ... وا ه واه څه عنوان؟...نکریزې یو خروار.نقل و پتاسې یو چارک .وړه او وریجې... بیا چکچکې ... غږونه پورته شول بیا ووایه،  بیا ووایه څه ښه ... نکریزی یو خروار، نقل وپتاسې ،وریجې بیا هم چکچکې پورته شوې.چې مې کاته شاعر وارخطا خپل دکورتۍ بل جب ته لاس تېر کړ او دځانه سره یې وویل لکه چې د تکریزو پر ځای مې وړه او وریجي لیکلي دي.بیا هم چکچکې.لیکوال چې د آورېدونکو ولولی او احساسات ولیدل ارامه شو او ادامه یې ورکړه:شل منه غوړي،سل منه  لرګي،بیا هم چکچکې او دا غږونه ډېر ښه ډېر ښه ....

لیکوال د خپل ځوی د کوژدنې د شپې د خرڅ لیست چې په غلطه یې د کورتۍ په جب کې دده د لیکل شوی شعر د پاڼې سره بدل شوی وو د شعر او ادب مینه والو ته ولوست او ښه ښایسته هرکلی یې وشو هیچا ورته ونه ویل چې وروره څه لولې؟.

ما چه هغه حال ولید بس د لیکوالۍ شوق چې له ډېره وخته ورته هوسېدم په زړه کې را ژوندی شو او هغه ویره مې چې په هسې اوتو بوتو لیکنو سړی نه لیکوال کېږی له زړه نه ووته.

هو د ښو لیکنو دلوستلو تږو مینه والو !ډېر ژر به که خېر وي په خپلو نابو لیکنو  په لیکلو به ستاسې ادبي  او هنري تنده ماته کړم.دهنر او ادب د سمسورتیا په هیله.  


October 9th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان